د چارو اداري د کلنۍ حساب ورکونې په اړه خبري کنفرانس ورکړ

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د شنبې په ورځ (صفر المظفر۱۳مه) د حکومت د رسنيو په مرکز کې ملت ته د حساب ورکولو په اړه خبري کنفرانس ورکړ.
په دغه خبري کنفرانس کې د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس او ددې ادارې د بېلابيلو رياستونو او جانبي واحدونو رئيسانو او مسؤلينو برخه درلوده.
غونډه د قرآنکريم په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب، خبرې وکړې او د چاو ادارې د مسؤليتونو، دندو او فعاليتونو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د چارو ادارې لوی رياست له لوري په ويډيويي بڼه جوړ شوی کلنی راپور نشر شو چې په کې د چارو ادارې د يو کال فعاليتونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې شوي وو.

همدا راز د چارو اداري مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني او ددې ادارې د دفتررئیس قاري عبدالولي صديقي د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل او دا يو ساعته خبري کنفرانس د غرمې په ۱۲ بجو پای ته ورسېد.

د ا.ا.ا چارو ادارې لوی رياست د يو کلن فعاليتونو په اړه تفصيلي ويډيويي راپور د لاندې پيوند په تعقيب کتلی شئ.