اداري اصلاحات؛ د پروسو د ساده کولو موخه په اداري چارو کې اسانتیا ده

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د ښوونې وزارت رئیسانو او کارکوونکو ته نن چهارشنبه د (صفرالمظفر۱۰) د اداري پروسو د اصلاح او ساده کولو د پوهاوي پروګرام ترسره شو.
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معین مولوي سید احمد شریفي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د پروسو د سمون او ساده کولو په برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې هڅې وستایلې. د دې پروګرام موخه یې په اداري چارو کې د اسانتیا رامنځته کول او مراجعینو ته د ښو خدماتو وړاندې کول وبلل.
ښاغلي شریفي زیاته کړه، موږ ته پکار ده چې دغه پروګرام پلې کړو او د اداري پروسو د ښه والي او ساده کولو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړو.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د خوښۍ ځای دی چې د دې ادارې ټول پروګرامونه د بهرنیانو له تکیې پرته د هیواد د مسلکي کسانو په مرسته پرمخ ځي."
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس د دغه پروګرام د جوړولو موخه په اداري چارو کې د اسانتيا رامنځته کول ياد کړل او زياته يې کړه چې دغه پروګرام د پوهنې وزارت د مسؤلينو په غوښتنه جوړ شوى دى.
له بلې خوا د پوهنې وزارت د کیفیت د تأمین د معینیت سرپرست مولوي عبدالخالق ثاقب په دولتي ادارو کې د بنسټیزو اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار وکړ او د پوهنې وزارت له کارکوونکو یې وغوښتل چې د اداري پروسو د اصلاح او ساده کولو پر مهال له خلکو سره ښه چلند وکړي.
دغه برنامه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کارپوه له لوري د پروسو د ساده کولو اړوند پرزنټیشن په وړاندې کولو وروسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.