د ساتل شويو سيمو د عوايدو راټولولو اړوند طرحې جوړيږي

د هيواد د ساتل شويو سيمو د نظارت او عوايدو راټولولو لپاره د چارو ادارې په مشرۍ د بېلابېلو وزارتونو په ګډون طرحې جوړيږي چې د دې طرحو پر اساس رامنځته کېدونکې کمېټه به د ساتل شويو سيمو د عوايدو راټولولو او نظارت چارې به پرمخ وړي.
په دې اړه نن د چهارشنبې په ورځ(صفر المظفر ۱۰ مه نېټه) د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست په مشرۍ د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چاپيريال ساتنې ملي ادارې د استازیو په ګډون غونډه وشوه چې د قرآن کریم له تلاوت وروسته د اجنډا پر موضوعاتو بحث وشو.
دغه غونډه چې د چارو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوه پکې د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازي مولوي طارق په مشرۍ او د چاپيريال ساتنې ملي ادارې حقوقي مشاور نعمت الله سلطاني په مشرۍ پلاویو ګډون درلود، د ساتل شويو سيمو د نظارت او عوايدو راټولولو اړوند بحث وشو.
په غونډه کې د ا.ا.ا چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور ګډونوالو ته دنده وسپارله تر څو د ساتل شويو سيمو د نظارت او عوايدو راټولولو په اړه طرحې جوړې کړي.
ښاغلي منصور وويل چې د طرحو له جوړښت او يووالي وروسته به يو ځل بيا خپلمنځي غونډه وکړي او طرحې به له توحيد وروسته د منظورۍ لپاره د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې کړل شي.
په غونډه کې د عایداتي سیمو د د عوایدو راټولو برخه کې د ځینو ستونزو د حل په موخه د دا ډول نورو غونډو جوړولو ټيڼګار وشو او دا مجلس په دعا سره پای ته ورسېده.