د افغانستان اسلامي امارت د اداري فساد په وړاندې مبارزه کې جدي دی

د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس قاري عبدالولي صديقي دوشنبه ۸ صفر المظفر د افغانستان لپاره د يوناما د قانون د حاکميت څانګې مشرې اغلې مونيکا مارتينز فرنانډز سره وليدل.
په دغه ناسته کې اغلې مونيکا مارتينز فرناندز د فساد په وړاندې د ملګرو ملتونو د کنوانسيونونو د طرز العمل له مخې د ۲۰۲۱ زيږديز کال د فساد په وړاندې د مبارزې راپور د حقوقي او تخنيکي لارښوونو په اړه معلومات ورکړل.
ميرمن فرناندرز همدا راز نړيوالې ټولنې ته د فساد د مخنيوي د هڅو په اړه د اسلامي امارت د اقداماتو او پرمختګونو په اړه د معلوماتو ورکولو يادونه وکړه.
په دغه ناسته کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې، د مشورې ورکولو په ميکانيزم او په دې برخه کې د يوناما له لوري د افغانستان د شفافيت د څار (IWA) په همکارۍ خبرې وشوې.
د چارو ادارې د دفتر رئیس قاري عبدالولي صديقي له ميرمن مونيکا مارتينز فرناندز څخه مننه وکړه، چې د اداري فساد په وړاندې مبارزه کوي او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې جدي دی، خپله شرعي وجيبه يې ګڼي او په پوره جديت سره په دې اړه خپل مسؤليت اداء کوي.
ښاغلي صديقي د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ زيږدي‍ز کال د راپور په اړه وويل، چې له ملګرو ملتونو غواړي چې خپل راپورونه د افواهاتو په بنياد نه، بلکې د معتبرو اسنادو پر بنسټ جوړ او خپاره کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې د اداري فساد په وړاندې مبارزه د اسلامي امارت د فعاليتونو له لومړيتوبونو څخه ده.
هغه زياته کړه چې د عوايدو راټولول، د هيواد د بوديجې برابرول، د بيت المال ساتنه، د تېر نظام د چارواکو د کورونو او مالونو د ساتنې په اړه د ځانګړي رياست جوړول او د معادنو استخراج او نورې دولتي چارې په ښه او شفاف ډول پر مخ ځي.
په دغه ناسته کې د هيواد پر نورو موضوعاتو سربېره د پوهنې، ښوونې او رزونې د ملاتړ اړوند خبرې وشوې او له فساد سره د مبارزې پر ټینګار سربېره له نړيوالو بنسټونو سره د همکارۍ ژمنه وشوه.