د سوالګرو را ټولولو کمېټې تر اوسه ۳۰۸۴ تنه سوالګر را ټول کړي

د امیرالمؤمنین شیخ هِبة‌الله اخوندزاده (حفظه‌الله) د حکم پر اساس او د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو کمېټې د روان 1401 لمریز کال د وږي/سنبلې میاشتې تر 12مې نېټې پورې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 3048 سوالګر راټول کړي .د راټولو شوو سوالګرو له جملې 2109 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 629 مستحقې او 1480 بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. په راټولو شوو سوالګرو کې 283 نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 60 مستحق او 223 بیا حرفوي سوالګر دي. په راجمع شوو سوالګرو کې 656 ماشومان دي چې له ډلې یې 269 مستحق او 370 بیا حرفوي سوالګر دي. د مستحقو سوالګرو ماشومانو له ډلې 17 بې سرپرسته ماشومان دي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته لېږل شوي. د یادولو وړ ده چې ټول مستحق سوالګر د افغان سرې میاشتې ټولنې ته لېږل شوي او د مسؤولو ارګانونو لخوا ورسره لازمې مرستې شوې دي.