د چارو ادارې ۴۰ تنه کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ ورکړل شو
د چارو ادارې لوی رياست د بشري سرچينو رياست او ملکي خدماتو انسټيوټ له روزنيز پروګرام څخه د چارو ادارې لوی رياست د بېلابېلو رياستونو ۴۰ تنه کارمندان د مديريت او رهبرۍ له پروګرامونو څخه فارغ شول.
د مقدماتي رهبرۍ او ادارې او مديريت دا پروګرامونه چې لومړی يې د زمري له ۲۹ مې نېټې څخه د وږي تر ۳ مې نېټې او دوهم يې د وږي له ۵ نېټې څخه تر ۱۳ مې نېټې پورې دوام درلود؛ نن پای ته ورسېدل او له دې پروګرام څخه په فارغ شويو کارمندانو تصديق ليکونه ووېشل شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې د چارو ادارې د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه وه، په کې د ملکي خدماتو انسټيټوټ رئيس په ګډون د چارو ادارې يو شمير مسؤلينو هم برخه اخيستې وه.
غونډې ته د ملکی خدماتو انسټيټوټ رئيس مولوي عبدالرحيم احسان وويل چې د ملکي خدماتو انسټيټوت د جديد التقرر دولتي کارمندانو د کاري وړتيا د لوړولو په موخه بېلابېل روزنيز پروګرامونه پیل کړي دي چې د هغې له جملې څخه يو يې هم د رهبرۍ او مديريت پروګرام دی چې نن پای ته ورسېد.
ښاغلي احسان وويل چې تر دې وړاندې يې هم د دولتي کارمندانو د کاري وړتيا د لوړاوي په موخه څلور روزنيز پروګرامونه سرته رسولي دي او په وينا يې چې د کال تر پايه به د بېلابېلو دولتي ادارو شاوخوا ۱۰۰۰ تنو جديد التقرر کارمندانو ته دا ډول روزنيز پروګرامونه برابر کړي.
نوموړي له نويوي فارغ شويو کارمندانو څخه وغوښتل چې د ولس د ښه خدمت لپاره له خپل ټول توان څخه کار واخلي او په ښه توګه هېواد او ولس ته خدمت وکړي.
دا غونډه نويو فارغ شويو کارمندانو ته د تصديق ليکونو په وېش او دعا سره پای ته ورسېده.