د چارو ادارې اوونيزه غونډه کې د اړوند ادارې د ودانيو ثبت او نظارت په اړه بحث وشو

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه غونډه د ياد رياست د عمومي رئيس شيخ الحديث نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د چارو ادارې د بېلابېلو رياستونو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه.
ياده غونډه، چې نن د شنبې په ورځ (محرم الحرام ۲۲ مه) نېټه جوړه شوې وه، د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، وروسته د چارو ادارې لوی رئيس اصلاحي وينا وکړه او ورپسې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.
په غونډه کې د نظارت او ارزيابۍ رياست ته دنده وسپارل شوه چې بېلابېلو ولايتونو ته سفر وکړي او د شهداء او معلولينو وزارت اړوند دولتي تعميراتو ثبت او نظارت وکړي او په اړه يې راپور د چارو ادارې لوی رياست ته واندې کړي.
همدا راز د چارو ادارې مالي رياست ته دنده وسپارل شوه چې په ۱۳۹۷ لمريز کال کې د اداري اصلاحاتو کميسيون د ۲۸ تنو کارمندانو د زيات معاش اخيستلو موضوع وڅيړي او په اړه يې اجراات وکړي.
په غونډه کې د حکومتولۍ د چارو د لا چټکتيا او ښه والي په موخه د بېلابېلو رياستونو ترمنځ په همغږۍ ټينګار وشو.
د چارو ادارې لوی رياست اداري غونډه، چې د هرې شنبې په ورځ دائريږي، د دولتي چارو د سمون او پرمختګ په اړه د تصاميمو په نيولو او دعا سره پای ته ورسېده.