د کابینې ۳مه غونډه؛ د کمال خان بند تخنیکي چارو بشپړېدو وړانديزونه تائيد شول
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په ۳مه غونډه کې د کمال خان بند د تخنیکي چارو د بشپړېدو په موخه د ګمارل شوي پلاوي وړاندیزونه تایید شول او اقتصادي کمیسیون ته د اړونده چارو د پلي کېدو دنده وسپارل شوه.
دغه ناسته چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د ۱۴۴۴هـ ق کال د محرالحرام په ۱۸مه او د ۱۴۰۱ هـ ش کال د زمري په ۲۵مه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.
په غونډه کې د نیمروز ولایت د کمال خان بند د تخنیکي چارو د بشپړېدو په موخه د ګمارل شوي پلاوي د وړاندیزونو د تایید تر څنګ، د فراه ولایت د بخش اباد بند د انحرافي تونلونو د کېندنې اړوند وړاندیزونه هم تایید شول او د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د اړونده چارو د پلي کېدو په اړه اړینې کړنې ترسره کړي.
د مخدره توکو د پیر او پلور اړوند د کورنیو چارو وزارت مرستیال ملا عبدالحق اخند په مشرۍ د عامې روغتیا او امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارتونو، د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ د استازیو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د اومان بوټي په ګډون د مخدره توکو د ټولو ډولونو د پیر او پلور د مخنیوي اړوند جامع کړنلار برابره او د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د کابینې دغه ناسته چې د اسلامي امارت د واکمنۍ د کالیزې په مناسبت د رخصتي له امله د سهشنبې په ورځ ترسره شوه، په دعائیه پای ته ورسېده.