اطلاعاتو او فرهنگ وزرات کارکوونکو ته روزنيز پروګرام پای ته ورسېد
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو لپاره د ملکي خدماتو په قوانينو د پوهاوي روزنيز پروګرام فراغت غونډه جوړه شوه چې پکې له دې روزنيز پروګرام څخه ۳۵ تنو فارغ شويو کارکوونکو باندې تصديق نامې ووېشل شوې.
دغه غونډه چې د اطلاعاتو او کلتور وزرات د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د قرآنکريم په تلاوت سره پيل شوه چې پکې د دې وزارت يو شمير مسؤلينو برخه اخيستې وه.
غونډې ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي سعدالدين سعيد په خبرو کې د چارو ادارې د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له رياست څخه مننه وکړه چې د روزنيزو پروګرامونو په جوړولو سره د دولتی کارمندانو کاري وړتيا لوړوي.
هغه وويل چې ټول دولتي کارمندان او مسؤلين د اسلامي نظام او افغانانو پر وړاندې مسؤل دي او بايد چې د خپلو وړتياوو له مخې خپل کاري مسؤليتونه په ښه توګه ترسره کړي.
ښاغلي سعيد نويو فارغ شويو کارکوونکو ته په وينا کې اداري اصولو ته د ژمنتيا او درناوي ترڅنګ د افغانانو ته له قومي، ژبني، نژادي او سمتي توپير پرته په ښه توګه د خدمت کولو سپارښتنه وکړه.
همدا راز په غونډه کې د ا.ا.ا د چارو ادارې د اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د حقوقي او ملکي پاليسو مرستيال الحاج ويس الدين ويس نويو فارغ شويو کارکوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ د اداري اصلاحاتو او ملکی خدماتو په اړه خبرې وکړې.
هغه وويل چې د ملکي خدمتونو د قانون د (۳۳) مادې د دويمې فقرې له مخې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو اداره دنده لري چې د ملکي خدماتو د قانون پر بنسټ نويو کارکوونکو ته د خپلو دندو، حقوقو او مکلفيتونو په اړه معلومات او روزنيز پروګرامونه جوړ کړي.
ښاغلي ويس زياته کړه چې نن ورځې د همدې ادارې د هڅو په پايله کې له روزنيزو پروګرام څخه د اطلاعات او فرهنګ د (۳۵) تنو فارغانو شاهدان يو.
په پای کې يادو (۳۵) تنو فارغانو ته تصديق نامې ورکړل شوې او دا مجلس په دعا سره پای ته ورسېده.