د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس له لوري د اوسپنې پټلۍ ادارې لوی رئيس رسمآ معرفي کړ

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس له لوري د اوسپنې پټلۍ ادارې لوی رئيس رسمآ معرفي کړ


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو ته د دغې ادارې لوی رئيس ولي خان شبګیر معرفي کړ.
د اوسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیال میرویس میرزاکوال د دغې ادارې د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل، چې اوس دغه اداره د حکومت د عوایدو لوړونکو ادارو له جملې ده.
د چارو ادارې د اړیکو مرستیال احمدالله نوید د ولي خان شبګیر د تقرر په اړه د جلالتماب جمهور رئيس فرمان ولوست.
د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي د سیمه ییز اتصال په تړاو د هېواد د جلالتماب جمهور رئیس لیدلوري په اړه خبرې وکړې ویې ویل: اوه کاله وړاندې ، هغه وخت چې جلالتماب جمهوررئیس د سیمه ییز اتصال موضوع مطرح کوله، خلکو لپاره یوه نوې خبره وه، خو نن ورځ دا موضوع د ټولو لپاره اشنا شوې ده.
ډاکټر فضلي د اوسپنې پټلۍ ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې دغه اداره یې د حکومت د عوایدو لوړیدو په سرچینه بدله کړې او په وینا یې، چې اوس د تعقیب فرهنګ مخ په ترویج کیدو دی.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل، له نوې رهبرۍ تمه ده، چې د جلالتماب جمهوررئيس د لومړیتوبونو سره سم برنامې چمتو او عملي کړي، څو افغانستان د سیمه ییز اتصال په مرکز بدل شي. دغه راز دا اداره د حکومت د عوایدو په زیاتونکې اداره بدله شي.
ولي خان شبګیر د جلالتماب جمهوررئيس له باور مننه وکړه ویې ویل، چې د جلالتماب جمهور رئيس د لیدلوري ته په پام سره به د اوسپنې پټلۍ اداره کې برنامې ترتیب او اجرا کړي. دغه راز ښاغلي شبګیر وویل، چې ۲۰۰ کاله وروسته پاتې وضعیت بدلون تحرک او چټکتیا ته اړتیا لري او د اقتصادي ودې لپاره د ټرانسپورټي زیربناوو لپاره اړتیا ده. نوموړي وویل، چې د اوسپنې پټلۍ باید په ملي روایت او بحث بدل کړو.