د چارو ادارې لوی رئیس: یو کال کې د اداري فساد هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رییس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور نن یکشنبه (د محرم الحرام ۱۶مه) د ماليې وزارت د اداري معین د معرفي په مراسمو کې وویل، چې اسلامي امارت د یو کال په حکومتولۍ کې د اداري فساد اړوند هیڅ پېښه نه لري.
مولوي حمدالله زاهد چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د ماليې وزارت معین ټاکل شوی، نن د یاد وزارت اړوند کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د جلسې په پیل کې د قرآن کریم له تلاوت وروسته، د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور خبرې وکړې.
د چارو ادارې عمومي رئیس وویل: د افغانستان اسلامي امارت د لوړ رتبه اشخاصو ټاکنه د شفافیت او شرعي اصولو پر بنسټ کوي او له همدې امله د اسلامي امارت د واکمنۍ له یو کال وروسته په هېواد کې د اداري فساد یوه قضیه هم نه ده ثبت شوې.
شیخ الحدیث نورالحق انور د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړه: په تیرو وختونو کې افغانستان د اداري فساد له امله په نړۍ کې لومړی یا دوهم مقام درلود، خو د اسلامي امارت په راتلو سره فساد او رشوت له منځه تللی او که چیرې سروې وشي، د افغانستان نظام به د نړۍ په کچه یو پاک نظام وي.
د چارو د ادارې لوی رئيس ګمارنو ته اشاره وکړه او ويې ويل: دا ناشونې ده چې څوک دې د حکومت په کابينه کې د واسطې، رشوت او يا هم بل چا پر اشاره پر ځاى شي، د کابینې غړي د وړتیا، شفافیت او ښې مخینې له مخې د خلکو د خدمت لپاره ټاکل کیږي.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت ټول مسؤلین د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانبردار، متعهد، ازمویل شوي او اطاعت کوونکي شخصیتونه دي، چې په ډېرو بدو او ښو حالاتو کې د ولس تر څنګ ولاړ وو او دي؛ هیڅ شخص یا اداره نه شي کولی د اسلامي امارت غړي د پیسو یا واک لپاره له خپلې لارې منحرف کړي.
له بلې خوا د مالیې وزیر الحاج مولوي هدایت الله بدري ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د مالیې وزارت د نوي مرستیال د کره پیژندنې، وړتیا او ژمنتیا یادونه وکړه.
د مالیې وزیر وویل: د اسلام د سپیڅلي دین د لارښوونو له مخې وظیفه کوم امتیاز نه دی، بلکې یو دروند مسؤلیت دی چې باید په سمه توګه ترسره شي.
د دې غونډې په پای کې مولوي حمدالله زاهد د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له اعتماد څخه مننه وکړه او ویې ویل، د اسلامي نظام او خلکو د خدمت لپاره به تر خپله وسه هڅه وکړم.
هغه زیاته کړه، چې اوس اسلامي امت د اسلامي امارت مشرانو ته ګوري، کله چې له موږ څخه کومه وړه سرغړونه هم وشي، ټول اسلامي امت مایوسه کیږي.
دغه غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.