د چارو ادارې اوونيزه غونډه کې د هېواد په روغتيايي خدماتو او تصاميمو خبرې وشوې
د ا.ا.ا د چارو ادارې اوونيزه غونډه د ياد رياست د عمومي رئيس شيخ الحدیث نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د چارو ادارې د بېلابېلو رياستونو او جانبي واحدونو مسؤلینو برخه اخيستې وه.
ياده غونډه د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوه او له هغه وروسته د چارو ادارې لوی رئیس اصلاحي وينا وکړه، ورپسې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.
په غونډه کې د تېرې اوونۍ د تصاميمو په تعقيب د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او ارزيابۍ رياست ته دنده وسپارل شوه چې د کابل د روغتونونو د خدماتو او کاري پلانونو په اړه طرحه ترتيب او د چارو ادارې لوی رياست ته وسپاري چې د چارو ادارې او رهبرۍ مقام له لوري تاييد او چارې يې عملاً پيل شي.
همدا راز په کابل او ولایتونو کې د روغتونونو ستونزې په نښه کولو او د دايمي حل لپاره يې له روغتيا وزارت سره د طرحو په شريکولو بحث وشو.
په غونډه کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې، په روغتونونو کې د مريضانو او د هغوی له پايوازانو سره د ښه چلند او خدمت او د روغتونونو پاکوالي ته د پاملرنې په اړه هم خبرې وشوې.
دغه اداري غونډه چې د هرې شنبې په ورځ دائريږي، د افغانستان د هوساينې او پرمختګ لپاره په دعا سره پای ته ورسېده.