شيخ الحديث نور الحق انور: اسلامي امارت د ټولو هيوادوالو حقوقو ته ژمن دی

 

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نور الحق انور شنبه (محرم الحرام ۱۵) «د افغانستان د اهل تشيع د مشکلاتو حل کميسيون» له پلاوي سره وليدل او د هغوی د ستونزو د حل په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
دا ناسته چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه، د افغانستان د اهل تشيع د مشکلاتو د حل کميسيون استازو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له حکومت څخه يې د ستونزو د حل په موخه مرسته او همکاري وغوښته.
د ياد کميسيون غړو له حکومت څخه وغوښتل چې د اهل تشیع له اوو ګوندونو څخه جوړ شوی ياد کميسيون تقويه او ملاتړ يې وکړي.

په ناسته کې شيخ الحديث نور الحق انور ياد پلاوي ته ښه راغلاست ووايه، له اسلامي امارت څخه يې د هغوی د ملاتړ ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې اسلامي امارت د هيواد د ټولو اتباعو حقوقو ته ژمن دی او د ولسونو له حقوقو څخه دفاع خپل مسؤليت ګڼي.

هغه وويل چې اسلامي امارت د قوم، ژبې او سمت په لحاظ نه؛ مګر د اهليت او د اميرالمؤمنين د لزوم ديد له مخې ټاکنې کوي.

همدا راز يې د اهل تشيع د ياد کميسيون د تقويې او ملاتړ لپاره هم ډاډ ورکړ او د دوی د تلپاتې يووالي او اتحاد هيله يې څرګنده کړه.

ياده غونډه هيواد، اسلامي نظام او د افغانستان د پرمختګ په دعا سره پای ته ورسېده.