شيخ الحديث نور الحق انور د (IHH) مؤسسې له پلاوي سره وکتل

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ترکيې د بشري مرستو مؤسسې (IHH) له پلاوي سره وکتل او د بشري مرستو په بېلابېلو اړخونو يې خبرې وکړې.
په پیل کې د ياد پلاوي مشر یاووز دده د (IHH) موسسې د بشري فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او افغانستان سره يې په بېلابېلو بشري برخو کې د مرستې اراده څرګنده کړه.
د ياد پلاوي مشر وويل چې دوی هڅه کوي په اسلامي نړۍ او خصوصا افغانستان کې خپل فعاليتونه زيات او پراخ کړي او زياته يې کړه چې هدف يې يوازې خلکو ته د نغدي مرستو رسول نه مګر د مسلمانانو له حقوقو څخه دفاع کول هم دي.
ترکي پلاوي له افغانستان سره د روغتيا، زراعت، ښوونځيو، جوماتونو، د يو لوی دارلايتام او د شهيدانو او معلولينو لپاره د لوی مرکز جوړولو هوډ څرګند کړ او همدا راز يې د معتادينو د روغتيا او هغوی ته د مناسبې بوختيا لپاره د زمينې برابرولو د پلان يادونه هم وکړه.
د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث نورالحق انور ياد پلاوي ته هرکلی ووايه او له افغانستان سره يې د ترکيې د اړيکو او همکاريو ستاينه وکړه.
شيخ نور الحق انور له ترکي پلاوي سره په خبرو کې وويل چې افغانستان د تېرو جنګونو له امله له بېلابېلو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دی او په وينا يې چې د نړۍ د مسلمانانو دا ديني مکلفيت دی چې له خپلو افغان مسلمانو وروڼو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
دغه راز يې د ترکي مؤسسې پلاوي ته په خطاب کې وويل چې د نورو برخو تر څنګ په ځانګړې توګه د طب او زراعت په برخه کې همکاري وکړي او داسې پروژې پلې کړي چې خلکو ته د کار زمينه هم پکې برابره شي.
نوموړي ترکي پلاوي ته د چارو د اسانتيا لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د شعار په ځای عمل ته ترجيح ورکوي او له تاسو نه هم هيله کوو چې له افغانستان سره د همکارۍ په برخه کې عمل ته اولويت ورکړئ.