د کابینې دویمه غونډه؛ د روږدو د درملنې او زده کړو اړوند طرزالعمل تصویب شو

د ا.ا.ا د کابينې د ۱۴۴۴ هـ ق کال دوهمه غونډه د ښاغلي رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ او د ټولو وزارتونو د سرپرست وزيرانو او مستقلو ادارو د محترمو رئيسانو په ګډون ترسره شوه.
غونډه چې د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه، د معتادينو د درملنې، بهر ميشتو افغانانو ته د تابعيت تذکرو د وېش، له پکتيکا، کندهار او غزني ولايتونو سره د زابل پولې ټاکلو، په هيواد کې د څښاک پاکو اوبو رسولو، د نوري فايبر غځونې، د تيرې ادارې د ممنوع الخروج اشخاصو د دوسيو څېړلو په اړه بحث په کې وشو.
د دې اوونۍ په غونډه کې معتادينو ته د درملنې، فني او حرفوي زده کړو او نورو اسانتياوو برابرولو لپاره په ۴ فصلونو کې يو ۱۴ ماده ييز طرزالعمل تصويب شو، همدا راز د ملي احصايي او معلوماتو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د تصويب شوې طرحې له مخې بهر ميشتو افغانانو ته د تابعيت کاغذي تذکرو ويش پيل کړي.
همدا راز د ځمکو د شخړو حل کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې د پکتيکا، کندهار او غزني ولايتونو سره د زابل پولې ټاکلو پر سر دې شته ستونزې حل، د ويش او حدودو تثبيت په اړه دې کره معلومات راټول، د دې شخړې حل لاره دې چمتو او د تصويب لپاره د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
د کابينې په غونډه کې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ته دنده وسپارل شوه چې د اتو اړوندو وزارتونو او ادارو سره په ګډه دې د څښاک د پاکو اوبو رسولو په اړه له اړوندو ادارو سره غونډه جوړه کړي او پايلې دې د تصويب لپاره د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
د دې اوونۍ په غونډه کې د نوري فايبر غځونې اړوند د زيربناوو شريکولو پاليسي هم تصويب شوه.
همدا راز د ا.ا.ا لوی څارنوال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د اسلامي شريعت او نافذه قوانينو په چوکاټ کې د تېرې ادارې د ممنوع الخروج اشخاصو دوسيې وڅېړي او له ياد ليست څخه د بري الذمه اشخاصو د ايستلو په موخه حل لاره جوړه کړي.
غونډه، د هيواد د پرمختګ او سوکالۍ په دعا سره پای ته ورسېده.