شيخ الحديث نورالحق انور: اسلامي امارت په ولسي ملاتړ رامنځته شوی

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور نن د سه شنبې په ورځ(محرم الحرم ۱۱ مه) نېټه د ميدان وردګ ولايت یو شمېر قومي مخورو، سوداګرو او ځوانانو سره ولیدل.

دغه ناسته چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د میدان وردګ ولايت قومي مشرانو خبرې وکړې، د اسلامي امارت د حاکمیت په اړه یې خوښي وښوده او له اسلامي نظام څخه يې د ميدان وردګ ولايت د خلکو په استازيتوب ملاتړ اعلان کړ.

د غونډې ګډونوالو د حکومت او خلکو ترمنځ د نژدې والي، د امنیت په تأمين او د هېواد اقتصادي پرمختګ ته د حکومت پاملرنې په اړه خبرې وکړې او د اسلامي امارت د فعالیتونو ستاینه یې وکړه.

بل لور ته د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ميدان وردګ قومي مشرانو، سوداګرو او ځوانانو ته هرکلی ووايه او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د هيواد د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره لاس په کار دی او چارې د اسلامي امارت له اصولو او هداياتو سره سمې پرمخ ځي.

د چارو ادارې لوی رئيس زياته کړه چې اسلامي امارت مهمو اهدافو او لاسته راوړنو ته لومړيتوب ورکوي او له ولس سره نږدېوالی او پيوستون لري.

شیخ الحدیث نور الحق انور له اسلامي امارت څخه د ميدان وردګ قومي مشرانو د ملاتړ په اړه وويل چې اسلامي امارت د خلکو په ملاتړ د اشغال په وړاندې جهاد ته دوام ورکړ او اوسنی رامنځته شوی اسلامي نظام هم د ولس د هر اړخيز ملاتړ او دعاګانو نتيجه ده.

دغه غونډه چې د چارو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ هيواد او افغان ولس ته په دعا سره پای ته ورسېده.