د چارو ادارې لوی رئيس: غوره خدمتونه د شعار او عمل په یووالي کې نغښتي

 

د چارو ادارې عمومي رئيس شيخ الحديث نور الحق انور د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې او پوهنې وزارت ترمنځ د کاري پروسو د ساده کولو هوکړه ليک په مراسمو کې ګډون وکړ.

شيخ نور الحق انور وويل چې د مراجعينو لپاره دې د اسانتياوو او غوره خدماتو وړاندې کولو او اصلاحاتو په اړه د شعار او عمل ترمنځ واټن ختم شي.

هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کې افغانستان مختلف نظامونه تجربه کړل، خو غوره نظام هغه دی چې ملي ګټو ته ژمن وي، ولسي ملاتړ او احساس ولري، د اسلامي امارت مسؤلين د خلکو د ستونزو په حل کې عملي ګامونه اخلي ا و خپل مسؤليتونو په ښه توګه اداء کوي.

دغه غونډه چې نن د يکشنبې په ورځ (۹ محرم الحرام) د چارو ادارې د غونډو په تالار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو رياستونو له لوري جوړه شوې وه؛ د قرآنکريم په تلاوت سره پيل شوه چې د چارو ادارې عمومي رئيس په ګډون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله او د ښوونې او روزنې سرپرست معین شيخ سعيد احمد شهيد خيل هم ګډون کړی و.

د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو رئيس وويل چې تر اوسه يې له ۱۸ دولتي ادارو سره د کاري پروسو د ساده کولو په اړه توافقنامې لاسليک کړي دي او له دې چارې يې هدف د مراجعينو رضايت، د دولتي ادارو د مسؤليتونو او صلاحيتونو مشخص کول، د وخت مديريت، ښه نظارت او د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن کمول دي.

په ورته وخت کې شيخ سعيد احمد شهيدخېل وويل، د کاري پروسې ساده کول په دې معنا نه دي چې دلته دې بهرني فرهنګ دود شي مګر د چارو د ښه ترسره کولو لپاره زموږ اسلامي او ملي مسؤليت دی.

په پای کې د کورنيو او بهرنيو رسنيو په شتون د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې او معارف وزارت ترمنځ د کاري پروسو د ساده کولو توافقنامه لاسلیک شوه او ياده غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.