د چارو ادارې اوونيزه غونډه ترسره شوه

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې اوونيزه غونډه د ياد رياست د عمومي رئيس شيخ الحدیث نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د چارو ادارې د بېلابېلو رياستونو او جانبي واحدونو مسؤلینو برخه اخيستې وه.

ياده غونډه د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوه او له هغه وروسته د چارو ادارې لوی رئیس اصلاحي وينا وکړه، ورپسې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.

په غونډه کې د تېرې اوونۍ د تصاميمو په تعقيب پرېکړه وشوه چې د چارو ادارې ټولو رياستونو څخه دې يو يو تن خدماتي کارمند د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د ټاکنو کميسيون لغوه شویو ادارو څخه د وسايطو او وسايلو د انتقال لپاره مؤظف کړل شي.

همدا راز د چارو ادارې د تعمیراتو، حفظ او مراقبت رياست ته دنده وسپارل شوه چې د کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ دې د چارو ادارې شنو ساحو د وچېدو مخنيوي لپاره د اوبه کولو په برخه کې دې له کابل ښاروالۍ څخه مرسته وغواړي.

په غونډه کې د سون توکو د مصرف د کنترول او د نقليه وسايطو د ساتنې په اړه هم بحث وشوه او په اړه لازم تصاميم ونيول شول.

د چارو ادارې اوونيزه غونډه چې د هرې شنبې په ورځ ترسره کيږي په دعا سره پای ته ورسېده.