د اسلامي امارت کابينې د نوي کال لومړۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د نوي کال «۱۴۴۴هـ ق» د کابينې لومړۍ غونډه د ښاغلي رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ او د ټولو وزارتونو د سرپرست وزيرانو او د مستقلو ادارو د محترمو رئيسانو په ګډون ترسره شوه.
غونډه چې د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه، د يو شمير لغوه شويو ادارو د کارکونکو د برخليک ټاکلو، د ترافيکي پېښو او بې نظميو د مخنيوي طرحې بيا کتنه او نوري فايبر د غځونې اړوند پاليسۍ څېړنې په اړه پکې بحث وشو.
د کابينې د پريکړې له مخې د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست ته دنده وسپارل شوه چې د دې ادارې او د رياست الوزراء د مقام لوی رياست له لوري ګډ پلاوی دې د اسلامي امارت د يو شمير لغوه شويو ادارو د کارمندانو د شمېر، شهرت او ځانګړنو په اړه معلومات راټول او د خپلو ځانګړو نظرونو سره د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
په کابينه کې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د بهرنيو چارو وزارت، ټرانسپورټ، هوايي چلند او د کليو پراختيا او بيا رغونې سرپرست وزيرانو په ګډون يو پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د ترافيکي پېښو او بې نظميو د مخنيوي په موخه دې ترافيکي طرحه په دقيق ډول وڅيړي او د ځمکني ټرانسپورټ له طرحې سره دې د پرتلې او مطابقت وروسته له خپلو نظرياتو سره د تصميم نيونې په موخه د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
همدا راز د کابينې په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ نور الحق انور په مشرۍ د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ، اوبو او انرژۍ، فوائد عامې وزارتونو، د کابل ښاروالۍ او د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې لوړ پوړو مسؤلینو او مسلکي او تخنيکي اشخاصو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د نوري فايبر د غځونې اړوند پاليسي دې په دقيق ډول وڅيړي او پايلې دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.