د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس له ملي آرشیف څخه لیدنه وکړه

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور د ملي آرشیف له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د ملي آرشیف مسؤلینو هم حضور درلود د فرهنګي چارو رئیس د دې ریاست کارکوونکي د تاریخي اسنادو او د هېواد خطي نسخو په ساتنه کې د زیار ایستلو له امله وستایل او د چارو ادارې له هر ډول همکارۍ څخه یې ډاډ ورکړ.
د ملي آرشيف مسؤلینو د فرهنګي او ټولنيزو چارو د رييس له شتون څخه د مننې په ترڅ کې د افغانستان د ملي آرشيف د اهميت او شاليد په باب او په دې ریاست کې د تاريخي اثارو او خطي نسخو د زيرمه کولو د مخزن د سيستم د ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ملي آرشیف ساختمان چې په خپله یو تاریخي اثر دی د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د کابل چرمګرۍ باغ په سیمه کې جوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده چې دغه ریاست دوه عمده برخي لري چې د تارخي اسنادو او لاسي لیکنو برخې دي د تاریخي اسنادو مخزن کې تر یو سل او نوي زره قطعې اسناد او په لاسي لیکنو مخزن کې تر نهه زره جلده لاسي لیکنې موجودې دي.