8 زمری 1401
د چارو ادارې اونیزه جلسه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې اونیزه اداري جلسه د دفتر د رئیس قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ د دې ادارې د جانبي واحدونو د مسؤلینو په ګډون وشوه.
د اجنډا مطابق د قرآن کریم له تلاوت وروسته، ښاغلي صدیقي اصلاحي څرګندونې وکړې او ورپسې د ادارې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.
جلسه کې پرېکړه وشوه، چې د نوي هجري قمري کال له پیلېدو سره سم باید ټول اداري اسناد او د کابینې مصؤبې پر هجري قمري تاریخ تنظیم کړل شي.
همدارنګه د تداکاراتو انستیتوت هغه پیشنهاد ومنل شو، چې پر اساس يي باید فعالیتونه نور هم وغځول شي.
په دې جلسه کې چې هره اونۍ د چارو ادارې د ناستو په تالار کې ترسره کېږي، د ولایتونو د قصرونو، د ضرورت وړ اسنادو د اخیستلو او همدارنګه د بالمقطع کارکوونکو پر برخلیک هم بحث وشو.
جلسه په دعایه پای ته ورسېده.