د نفتو او ګازو د واردونکو ستونزو ته رسیدګي کېږي

نن پنجشنبه د ذوالحجې ۲۹مه د لوېدیځ زون د نفتو او ګازو د واردونکو اتحادیې ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د کنفرانسونو په تالار کې غونډه وشوه.
د کلام الله مجید د مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته حاجی نوید وفا د نورو سوداګرو په استازیتوب غونډه کې د نفتي موادو په وارداتو کې د شته ستونزو په اړه د غونډې رهبري ته معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي وفا وویل؛ ډاډ ورکوو چې له اسلامي نظام سره همکاري کوو او د بی کیفیته موادو له واردولو څخه ډډه کوو. هغه د چارو ادارې له رهبري وغوښتل ترڅو د نفتي موادو د وارداتو پر وړاندې د شته ستونزو د اواري لپاره له دې اتحادیې سره مرسته وکړي.
وروسته د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور د لوېديځ زون د نفت او ګازو د اتحادیې استازو له حضور څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ د اسلامي امارت د مسئولینو موخه خلکو ته خدمت کول دي او نظام د هېواد له ټولو اقشارو څخه ډېر مناسبات له سوداګرو سره لري، له دې چې سوداګر د خلکو د اړتیاو د پوره کولو او نظام سره همکاري کوي نو اړینه ده چې ټول سوداګر په خپله سوداګري کې صادق اووسي".
د چارو ادارې رئیس وویل؛ د لوېدیځ زون د نفت او ګازو د اتحادیې ستونزې به د اقتصادي کمیسیون له رهبري سره شریکې کړو او د دې اتحادیې د ستونزو د اواري لپاره به له هېڅ ډول همکارۍ ډډه ونه کړو.
له بلې خوا، د غونډې ګډونوالو هېواد ته د باکیفیته نفتو د واردولو د ډاډ ترڅنګ، د اسلامي امارت د مسئولینو له نیک چلند څخه مننه وکړه.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده