د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۴۱مه غونډه ترسره شوه
د ا.ا.ا د کابینې ۴۱مه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د رئیس الوزراء د معاونینو، سرپرست وزیرانو او د مستقلو ادارو د رئيسانو په ګډون جوړه شوه.
غونډه د کلام الله مجید په ایتونو پیل شوه، وروسته ښاغلي رئیس الوزرا د پرانیستې خبرې وکړې او د اجنډا له مخې په بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.
په دې غونډه کې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست د استازو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې بهر کې میشتو افغانانو ته د هغوی په غیاب کې د تابعیت تذکرو ویش، تایید او د بیې د ټاکلو په اړه دې د هر اړخيزو معلوماتو په رڼا کې خپل نظر د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
کابینې د لوی څارانوال مولوي شمس الدین شریعتي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معین او د امربالمعروف و نهی عن المنکر او د شکایاتو اورېدو وزارتونو او د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست استازو په ګډون یو پلاوی موظف کړ چې د کابل ښاروالۍ اړوند د شکایتونو په اړه او همدارنګه په یاده اداره کې د شته ستونزو په اړه هر اړخیزه څېړنه ترسره او بشپړ راپور دې له خپلو نظرونو او حل لارو سره یوځای د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د کابینې په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې اداري کمیسیون دې د شرعي اصولو په رڼا کې د امارتي کارکوونکو او مسؤلینو د تقرر او ګوښه کولو اړوند تقنيني اسنادو او اصولو بيا کتنه ترسره او د ستونزو د حل لپاره دې خپل نظر د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.