د فرانسویانو شفاخانې او اغاخان بنسټ هوکړه لیک څېړل کېږي

 

د با کیفیته روغتیايي خدماتو په موخه، د حکومت، فرانسویانو شفاخانې او اغاخان بنسټ تر منځ شوی هوکړه لیک د یوې تخنیکې کمېټې له لوري څېړل کېږي.
په همدې موخه د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري یادو ادرسونو د استازیو تر څنګ د عامې روغتیا، ماليې وزارتونو او برښنا شرکت استازیو په ګډون جلسه وشوه.
د قرآن کریم له تلاوت وروسته د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور د فرانسویانو شفاخانې له فعالیتونو او خدماتو مننه وکړه او د لوړو قیمتونو د ټېټېدو د غوښتنې تر څنګ يي زیاته کړه چې باید له عامې روغتیا وزارت سره لا ډېره همغږي ولري.
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس ډاکټر سیر د نظارت په برخه کې د لا ډېرې همغږۍ هیله وکړه او یاده يي کړه چې شوی هوکړه لیک تر بیا کتنې لاندې ونیول شي.
د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو معاون فیصل جلالي، د اغان خان بنسټ استازي خاکراه رشیدی او د برښنا شرکت د راټولونې مرستیال میرویس عطايي خپل نظرونه وړاندې کړل او ښاغلي عطايي له یادې شفاخانې د برښنايي قرضونو د ژر اجرا هیله وکړه.
د فرانسویانو شفاخانې عمومي رئیس عزیز احمد جان د خپلو فعالیتونو او خدماتو تر توضیح وروسته زیاته کړه، چې د نظام ټوله تګلار او د عامې روغتیا وزارت قانون به بشپړ تطبیقوي.
پرېکړه وشوه، چې د دې شفاخانې د خدماتو د لا ښه کېدو او د هوکړې د بیا نوي کېدو اړوند د څېړلو په موخه د چارو ادارې، عامې روغتیا، ماليې، بهرنیو چارو وزارتونو، برښنا شرکت، اغاخان بنسټ او یادې شفاخانې د استازیو په ګډون تخنیکي کمېټه جوړه شي.
دا جلسه چې نن سه شنبه د زمري ۴مه د چارو ادارې د ناستو په تالار کې وشوه، په دعایه پای ته ورسیده.