د اداري اصلاحاتو د الکترونیکي ازموینو مرکز پرانیستل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د الکترونیکي ازموینو مرکز نن سه شنبه د ذوالحجه ۲۷مه پرانیستل شو.
دغه مرکز د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ معاون مولوي سیف الدین تائب، د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي ارسلان خروټي او د ملکي ادارو د استازو په حضور د دې ادارې د کنفرانسونو په تالار کې پرانیستل شو.
د کلام الله مجید د آیتونو تلاوت وروسته د ملکی خدمتونو او اداري اصلاحاتو ادارې سرپرست حافظ عبدالبصیر صدیقي په تېرو څو میاشتو کې د دې ادارې د کاري استقامت او نورو فعالیتونو په اړه ګدونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
هغه د آزموینو په الکترونیکي سیستم کې د بشري نه دخالت په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل؛ دغه اداره په ملکي اداراتو کې د آزاد رقابت له مخې د وړ اشخاصو د استخدام ترڅنګ د اداري پروسو د ساده کولو، د تقنیني اسنادو څېړنې او د هېواد د عامه ادارې د سیستم د تقویې لپاره د زده کړې پروګرامونه پلې کولو سره فعالیت کوي.
د چارو ادارې لوی ریاست مرستیال مولوي سیف الدین تائب د دې مرکز د بېرته پرانیستلو څخه خوښی څرګنده کړه او زیاته یې کړه" د چارو ادارې لوی ریاست د ملکي ادارو د تشکیلاتو د نهایي کولو وروسته د دې مرکز پرانیستل یې د خپل کار په سر کې ځای پر ځای کړی ؤ چې نن مونږ د آزاد رقابت له لارې د ټولګټو وزارت د خالي بستونو د لومړني الکترونیکي آزموینې شاهدان یو"
د چارو ادارې مرستیال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په اداره کې د مسلکي او متخصصو کسانو له شتونه مننه وکړه او په نظام کې یې متخصصو او با استعداده اشخاصو ته د اسلامي امارت د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
له بلې خوا د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال مولوي عبدالکريم فاتح د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې له کړنو څخه د مننې په ترڅ کې د وزارت په خالي بستونو په ازموینو کې د عدالت له پلې کېدو څخه شارټ لېست شویو نوماندانو ته ډاډ ورکړ.
دغه مراسم د الکترونیکي ازموینو د مرکز پرانیستلو او د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.