د تاریخي ابداتو ساتنه او څارنه د ا.ا.ا له لومړیتوبونو څخه ده
د ا.ا.ا رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند د لارښوونې سره سم د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور او وروسره مل کاري ټیم یې تېره ورځ دوشنبه د زمري ۳مه د پروان ولایت د جبل سراج د شاهي ماڼۍ څخه لیدنه وکړه.
د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس ماڼې کې مېشت امنیتي ځواکونو او مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه چې د تارخي ابداتو ساته زمونږ د تاریخ او ملي هویت ساتنه ده. هغه وویل د جبل السراج ماڼۍ د هېواد د تاریخي آثارو په نوملړ کې ده او د ملي او نړیوال اهمیت څخه برخمنه ده، ددې ماڼۍ او نورو تاریخي ابداتو ساتنه او څارنه د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
دا ماڼۍ شاوخوا (۱۱۰) کاله وړاندې په (۴۶) جریبه ځمکه، دوه پوړونو، ۳۰ خونو سره د امیر حبیب الله خان په وخت کې جوړه شوې ده او د حکومت پسرلنۍ ماڼۍ وه.