د ترافیکی پېښو د مخنیوي طرح کابینې ته لېږل کېږي

د ترافیکي پېښو او د ښاري بې نظمي د مخنیوي په تړاو د طرحې د بیا کتنې جلسه پرون یکشنبه ۲۴ ذوالحجه، د چارو ادارې عمومي ریاست د غونډو په تالار کې وشوه.
دغه جلسه چې د چارو ادارې عمومي ریاست د رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور په مشري وشوه، پکې د ترافیکو عمومي رئیس حسیب الله مختار، د ترانسپورت وزارت معین صدیق عابد، د ښاروالۍ ساختماني معین عامر زمرک یاسر، د کابل ښار د ترافیکو د انسجام معاون نیک محمد نوري، د ټولګټو وزارت د زیانمنو نقاطو رئیس قاري حجت الله عباس او د اړوندو ادارو ځينو رئیسانو او استازیو برخه اخیستې وه.
جلسه د قرآن کریم په مبارکو ایاتونو پیل او وروسته شیخ الحدیث نورالحق انور د اړوند موضوع په ارتباط خبرې وکړې.
نوموړي وویل، د ۱۴۴۳/۹/۲۴ تاریخ د کابینې د ۳۲ مصؤبې د څلورم بند پر اساس یوه طرحه برابره شوې وه، چې شرایطو ته په کتو باید بیا کتنه پرې وشي.
دغه طرحه د چارو ادراې عمومي ریاست د ملي اقتصاد او زیربناوو ریاست د کارپوهانو له لوري ګډونوالو ته توضیح شوه او په اړه يي بحث وشو.
ټولو ګډونوالو په نوبت د یادې طرحې اړوند خپل نظرونه شریک کړل او پرېکړه وشوه، چې له بیا کتنې وروسته به دغه طرحه د تصویب په موخه د کابینې ناستې ته استول کېږي.
جلسه په دعایه پای ته روسېده.