د ملي موزیم ساتنه د تاریخ او لرغونو اثارو ساتنه ده

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور وايي، د ملي موزيم ساتنه او پالنه يې له کاري لومړيتوبونو څخه ده.
ښاغلی منصور او ورسره پلاوي نن یکشنبه د اسد ۲۵ مه د افغانستان له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي منصور په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې په اړه خبرې وکړې او د ملي موزیم د کارکوونکو د هڅو ستاینه یې وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ملي موزیم د وضعیت د ښه والي او هېواد د لرغونو او تاریخي اثارو د ساتنې په موخه به لازمه همکاري وکړي.
په دې کتنه کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو د رييس له حضور څخه په مننې د ملي موزيم مسوولينو د افغانستان د ملي موزيم د اهميت، شاليد او د دغه رياست د ستونزو په باب خبرې وکړې.
د افغانستان ملي موزیم په دوو پوړونو کې د دارالمان سیمه کې موقعیت لري، ددې موزیم اکثر آثار په بېلابېلو وختونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.