د چارو ادارې لوی ریاست اداري غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست اداري جلسه د جانبي واحدونو د رئیسانو او مسئولانو په ګډون د دې ادارې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.
غونډه د اجندا له مخې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل او له مقدماتي خبرو وروسته د تېرې اونۍ پرېکړې تعقیب او لازم هدایات صادر شول.
همدارنګه په دې غونډه کې د بهرنیو چارو د انسجام ریاست ته دنده وسپارل شوه، چې دې ریاست ته د رسیدلو اداري اسنادو د نواقصو د حل لپاره دې د ټولو وزارتونو د بهرنیو اړیکو رئیسانو سره د همغږۍ غونډه جوړه او اړینې پرېکړې دې وکړي.
د کابینې او شوراګانو د انسجام ریاست ته دنده وسپارل شوه چې دې ریاست ته رسېدلو کړنلارو د نهایي کېدو په اړه دې د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست اړوندو متخصصینو نظرونه واخلي.
غونډه کې د پرچون پیرودلو څرنګوالي، د نقدي ورکړې مکانیزم او د کاري وختونو د تنظیم په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.