1 زمری 1401
شیخ الحدیث نورالحق انور د چارو ادارې لوی رئیس وټاکل شو
د چارو ادارې د دولت په چارو کې د انسجام پخوانی معاون شیخ الحدیث نورالحق انور د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د عمومي رئیس په حیث وټاکل شو.
د چارو ادارې لوی ریاست پخوانی عمومي رئیس مولوي احمد جان احمدي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د یاد فرمان پر اساس د مشرتابه محترم مقام دفتر د نظارت او فرامینو د څار او تعقیب د عمومي مسؤل په حیث وټاکل شو.