د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې خلکو شکایت ته رسیدګي کېږي

 

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنگي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د کابل د ۱۱مې ناحیې د خلکو شکایت ته د رسیدګی په موخه، نن د چنګاښ ۲۹مه د دې ناحيې له مسؤلینو سره جلسه وشوه.
دغه جلسه چې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ ترسره شوه، پکې د کابل ښاروالۍ د ولسي سمون رئیس مولوي محمد ناصر "کبیري"، د ۱۱مې ناحیې رئيس مولوی ذبیح الله، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د سرچینو رئیس انجنیر فایز الرحمن عزیزي، د اوبو او انرژي وزارت د آبیاری آبرساني او کانالیزاسیون رئيس انجنیر شمس الرحمن سلطاني، څارانوال سید قسیم حبیب د اوبو او انرژي وزارت د حقابو د تنظیم امر او د برادران مبشر خصوصي شرکت استازو برخه اخیستې وه.
غونډه د قرآن مجید په مبارکو آیتونو پيل، وروسته مولوي عبدالباقي منصور په ۱۱مه ناحیه کې د اوبو رسونې یو خصوصي شرکت څخه د یادې ناحیې خلکو شکایت وڅېړه او ویې ویل، د دې خلکو شکایت ته باید رسیدګي وشي.
د یادې موضوع په اړه مولوي محمد ناصر کبیري وویل، ساحي ته ورغلي او ساحه یې له نږدې کتلې ده، هغه زیاته کړه دوی د ټانکرونو په واسطه له یوې سیمې پر بله سیمه اوبه پلوري او دوی یې د بندېدو هدایت کړی دی.
همدا راز سید قسیم حبیب وویل، یاد شرکت د اوبو د دې څا هېڅ ډول قانوني اسناد نه لري، هغه زیاته کړه په کابل ښار کې د اوبو د کمښت له امله دوی د ټانکر په واسطه د اوبو ایستلو هېڅ شرکت ته اجازه نه ورکوي.
یاد شکایت ته د رسیدګۍ په موخه مولوی عبدالباقي منصور هدایت ورکړ، چې تر ثاني امر پورې دې له یادې څا څخه د ټانکر په واسطه اوبه پلورل بند او د مولوي محمدناصر کبیري په مشرۍ، د ناحیې رئیس، د ګذر د وکیلانو رئیس او د اوبو او انرژي وزارت استازي په ګډون دې یو هیئت جوړ، یاده موضوع وڅېړي او پایلې یې له چارو ادارې سره شریکې کړي.