د تاريخي ابداتو څارنه او ساتنه کېږي

 

د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست یو پلاوي لوګر ولایت ته د تاریخي اثارو د خونديتوب او ساتنې په موخه رسمي سفر وکړ، چې پکې يي له بېلابېلو تاریخي اثارو لیدنه وکړه.
د یاد ریاست رئیس مولوي عبدالباقي منصور د یو پلاوي په ملتیا د لوګر د ځايي فرهنګي مسؤلینو په همکارۍ په یاد ولایت کې تاریخي اثار له نږدې ولیدل او د دې اثارو د خوندیتوب او د تخریب د مخنیوي په موخه يي د لازمي همکارۍ ژمنه وکړه.
یاد پلاوي د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په چلوزايي کلي کې د عبدالرحمن بن مسلم چې په ابو مسلم مشهور و، مقبره له نږدې ولیدله او د دې مقبرې د ساتنې او څارنې لپاره يي د همکارۍ ژمنه او ځايي مسؤلینو ته د جدي توجه یادونه وکړه.
ابو مسلم خراساني چې د اسلامي تاریخ مشهور سپه سالار و، د عباسي دورې د دویم خلیفه په وخت کې له اوږدې مبارزې وروسته ووژل شو او د لوګر په یاده سیمه کې خاورو ته سپارل شوی دی.
دې پلاوي پرون سه شنبه/۲۸ د چنګاښ یادې سیمې ته وروسته له هغه سفر وکړ، چې د دې ولایت د ځينو تاریخي اثارو د زیانمنېدو راپورونه رسنیز شول.