سوداګر د اسلامي امارت له همکارۍ او زمینه سازۍ خوښ دي

 

د هېود سوداګر وايي، د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د امنیت او ثبات په بستر سره د سوداګرۍ او تجارت لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابر کړې ده.
د تجارانو د اتحاديې رئیس او غړو د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د دولت د چارو د انسجام له مرستیال شیخ الحدیث نورالحق انور سره په ناسته کې د اسلامي امارت له ملاتړه مننه وکړه.
دغه ناسته چې نن سه شنبه د چنګاښ ۲۸مه برابره شوې وه پکې د هېواد بېلابېلو سوداګرو او د تجارانو اتحاديي رهبرۍ او غړو برخه اخیستې وه، چې د قرآن کریم له تلاوت وروسته ښاغلي شیخ الحدیث نور الحق انور خبرې پیل کړې.
نوموړي له مننې او هرکلي وروسته زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او دا ډېره مهمه ده چې زموږ ملي سوداګر دلته خپله پانګونه وکړي.
په ورته وخت کې د فکري ملکیتونو او مرکزي ثبت عمومي رئیس عبدالکبیر هوتکي د اسلامي امارت له رهبرۍ د پرلپسې همکارۍ مننه وکړه او په وینا يي دا همکاري د دې سبب کېږي چې سوداګر نور هم د نندارتونونو او پانګوالو پروګرامونو د پراخولو لپاره زړه ښه کړي.
د تاجرانو د اتحايي اجرايوي رئیس حزب الله الفت د اسلامي امارت له لوري له پراخ ملاتړ له مننې وروسته وویل، افغان سوداګر د دولت له اقتصادي پروګرامونو هرکلي کوي او د دي پروګرامونو د ملاتړ په موخه خپل پروګرامونه هم له دولت سره شریکوي.
د ناستې په پای کې ښاغلی شیخ الحدیث نورالحق انور ته د مننې او احترام په پار د ملي سوداګرو د اتحاديې له لوري تقدیرنامې ورکړل شوې.
ناسته په دعایه پای ته ورسیده.