د کابینې ۴۰مه غونډه؛ د کمال خان او بخش اباد بندونو پاتې کارونه بشپړېږي
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې څلوېښتمه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کمال خان او بخش اباد بندونو پاتې کارونه وکتل او وسنجول شي او د بشپړېدو لپاره يي ټول جزییات د کابینې بلې غونډې ته برابرکړل شي.
دا غونډه چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون دوشنبه/۲۷چنګاښ - ۱۹ ذی الحجه په ارګ کې وشوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر تیاره کړل شوې اجنډا بحث وشو.
غونډه کې د ابو او نرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د کمال خاند بند او په فراه کې د بخش اباد بند ټولې چارې له نږدې وویني او بشپړ جزییات دې د کابینې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.
دې پلاوي کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال مفتي سید احمد مستقیم او د ماليې وزارت یو استازی شامل دي.
په دې غونډه کې همدارنګه د ترافيکي بې نظیمو د مخنیوي په موخه د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال شیخ نورالحق انور په مشرۍ پلاوی وګمارل شو، چې پخوانۍ طرحه بیا وګوري شرایطو ته په کتو له اصلاحاتو وروسته دویمه طرحه برابره کړي.
د کابینې په دې ناسته کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ یو کمیسیون هم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هدایت مطابق له زلزله ځپلو سره مرستې ته وګمارل شو، چې باید د کورنیو او بهرنیو مرستندویانو وړاندیزونه واوري، د هغوی د مرستو پر ځای لګښت او وېش لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او دا کمیسیون د مرسته کېدونکو او مرسته کوونکو تر منځ د اړیکي رول هم ادا کړي.
غونډه هیواد او ملت ته د خیر په دعا پای ته ورسېده.