چیني خصوصي شرکت په لوړ قېمت د معدنو د استخراج لپاره تیاری ښوودلی

 

د «وان یس تایناز» په نوم خصوصي چیني شرکت وايي، په افغانستان کې د معدنونو د اسختراج په برخه کې د کیفیت او لوړ قمیت سره سره تیار دي.

د چارو ادارې لوی ریاست د ناستو په تالار کې د چارو ادارې د دولتي چارو د انسجام مرستیال شیخ الحدیث نورالحق انور په مشرۍ د یاد شرکت له مسؤلینو سره په جلسه کې پورته څرګندونې شوې دي.

دغه جلسه چې د قرآن کریم په تلاوت پرون دوشنبه/۲۷/د چنګاښ، د ناستو په تالار کې پیل شوه، ښاغلي شیخ الحدیث نورالحق انور د چین له ښه ګاونډيتوبه مننه وکړه او له یاد شرکته يي وغوښتل چې خپل ټول شرایط په لیکلې بڼه وړاندې کړي.

د دې شرکت رئیس جانګ باو مبنګ وویل، د معدنو استخراج تر بل هر چا په لوړ قېمت ترسره کوي، چې له دې سره به د ښه ګاونډيتوب تر څنګ د بلاعوضه مرستو لړۍ هم ولري.

د نوموړي په وینا د دوی شرکت په دې برخه کې فني اشخاص او وسایل لري، چې کولی شي په باکیفیته ډول د معدنو په استخراج کې رول ولوبوي.

د چارو ادارې د دولتي چارو د انسجام مرستیال شیخ الحدیث نورالحق انور د جلسې په وروستیو کې د یاد شرکت له مسؤلینو خپل شرایط په لیکلې بڼه وغوښتل، چې له وزارتونو سره به شریکېږي او نهايي تصمیم به وروسته نیول کېږي.