د کانکور عمومي ازموینې لپاره د بایومتریک سیارې دستګاوې وړاندیز کېږي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست کې د کانکور د ازموینې د شفافیت او د ازموینو ملي ادارې د نورو اړتیا وړ مسایلو په اړه غونډه ترسره شوه.
غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د دفاع او امنیت رئیس مولوي محمود شاه زاهد په مشرۍ د ازموینو ملي ادارې او د چارو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست استازو په ګډون د ۱۴۴۳/۱۲/۷ په نېټې د چارو ادارې په تالار کې جوړه شوه.
مولوي محمود شاه زاهد له ګډونوالو وغوښتل، چې د کانکور د عمومي ازموینو کې د سیار بایومټریک وسیلې د اغېزمنې کارونې او همدارنګه د ادارې د اړتیاو په اړه دې خپل تخنیکي او فني نظریات مطرح کړي.
د ازموینو د ملي ادارې د تخنیکي خدماتو رئیس پوهنیار لطف الرحمن حامل د بایومتریک د سیارو دستګاو د مثبت اغیز او د ادارې د اړتیاوو په اړه توضیحات وړاندې کړل
غونډه کې پرېکړه وشوه ترڅو د ازموینو ملي ادارې د سیار بایومتریک دستګاوو د توزیع او له (۱۰۰) کیلو واټه څخه لوړ ظرفیت دوه پایې جنراتورونه وړاندیز چې د کانکور عمومي ازموینې پروسې لپاره کارېږي تایید او مسوده د ریاست الوزراء عالي مقام منظورۍ په موخه وړاندې شي