15 چنګاښ 1401
د ریاست الوزراء محترم مقام هدايت
د رياست الوزراء محترم مقام د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته هدایت کړی چې د هیواد د ټولو ولایاتو په هغو لویو جامع جوماتونو کې چې د جمعې د ورځې خطبه او لمونځ په کې کیږي، په هغو کې د اختر لمونځ هم ادا کېدای شي، البته که څوک په خپله خوښه لویې عیدګاه ته ځي، هم تلای شي، خو په مساجدو کې به هم د اختر د لمانځه ممانعت نه وي.