د علماو لويه غونډه د یوولس مادهیز پرېکړه لیک په خپرولو پای ته ورسېده
د پلازمېنې کابل په زړه کې د هېواد له ګوټ ګوټه د شاوخوا ۴۴۹۵ تنو علماءکرامو او قومي مخورو لویه غونډه له درې ورځني جریان وروسته د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسیده.
دغه غونډه چې تېره پنجشنبه د قرآن کریم له تلاوت وروسته د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په پیلیزه وینا پیل او تر نن مازیګره يي دوام وکړ.
د غونډې پر دویمه ورځ امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله تشریف فرما شو او شاوخوا په یو ساعته وینا کې يي د افغانستان اسلامي امارت کورنۍ او بهرنۍ پالیسي، حکومتي مسؤلینو ته توصيې، ملت ته د اطاعت او علماءکرامو ته په ځانګړي ډول د مشورې او لارښوونو سپارښتنه وکړه.
په همدې ورځ د غونډې ګډونوال په ۳۰ کمېټو کې ځای پر ځای شول او د راتلونکې ورځې او پرېکړه لیک لپاره يي د خپلو نظرونو، وړاندیزونو، طرحو او مشورو پر لیکلو پیل وکړ.
د غونډې په درېیمه ورځ مېلمنو او د اسلامي امارت د بېلابېلو وزارتونو او ارګانونو مسؤلینو ویناوې وکړې، چې په ټوله کې پر ملي یووالي، د هېواد پر پرمختګ او د اسلامي نظام پر ملاتړ را څرخېدلې.
د غونډې په پای کې یوولس مادهیز پرېکړه لیک صادر شو، چې د اسلامي نظام بشپړ ملاتړ، له امیرالمؤمنین شیخ هیبت الله اخندزاده حفظه الله سره د بعیت تجدید، د مخدره توکو د کښت مخنیوي، د پراخ داخلي مشروعیت پر اساس پر نړۍوالو د رسمیت غږ، له ګاونډيو هېوادونو سره متقابل نېک تعامل شامل دي.
د دې تر څنګ په دې پرېکړه لیک کې د اسلامي نظام پر وړاندې مخالفت بغاوت او فساد بلل شوی چې ملت او دولت يي باید پر وړاندې درېږي.
پرېکړه لیک کې داعش فتنه ګر، خوارج او باطله ډله بلل شوي چې ورسره هر ډول اړیکه شرعاً نارواه ده، ضمناً هغه علماءکرام چې ټولنیزو رسنیو کې اختلافي موضوعات، مناظرې او تشویشونه پیدا کوي باید له دې ډول فعالیتونو ډډه وکړي او همدرانګه يي پر حکومت غږ کړی چې عدالت، ديني او عصري تعلیم، صحت، زراعت، صنعت، د اسلامي مقدس شریعت په رڼا کې د اقليتونو، ماشومانو، ميرمنو او ټول ولس حقوقو او په ټوله کې هر اړخیز پرمختگ ، اقتصادي ودې او متوازن انکشاف ته خاصه توجه وکړي.
پرېکړه لیک کې د بهر مېشتو افغانانو پر بېرته راتګ ټینګار شوی او هم تاکید شوی چې حکومت د ملي وحدت ساتلو ته ځانګړی پام وکړي.
دا لویه غونډه چې زرګونه قومي مخور او علماءکرام پکې را ټول و، په خورا کمه موده کې يي برابرول د حکومت او ملت تر منځ د پیاوړې همغږۍ ښکارندویي کوي.
تاسې د دې لويې غونډې د پرېکړه لیک بشپړ متن زموږ پر پاڼه په بېل ډول هم لوستلی شئ.