د علماوو لویه غونډه؛ لومړۍ ورځ په بریا پای ته ورسیده

د هېواد له ګوټ ګوټه راغلیو زرګونه علماوو او قومي مخورو د غونډې لومړۍ ورځ په بریا پای ته ورسېده.
په دې غونډه کې چې د قرآن عظیم الشان په تلاوت پیل شوه، د پرانیستې خبرې ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند وکړې، علماءکرامو او قومي مخورو ته یي د هرکلي ترڅنګ یادونه وکړه چې هغه خلک چي دا تېر شل کاله يې زموږ ولس دربدره کړ، وطن يې را خراب کړ، اوس چي لاړل او زموږ له خوا هيڅ مشکل هم نه دی ورته متوجه، خو بيا هم زموږ ملت ته تکليف ورکوي.
ښاغلي رئيس الوزراء زیاته کړه: په نظام کي که يو څوک غلطي کوي، او حتماً به ځکه کېږي چې موږ او تاسو د اوس عصر خلک يو، مګر بايد د یوه شخص غلطي ټول نظام ته منسوب نه شي.
نوموړي پر ګډونوالو غږ وکړ، تاسو د ولس علماء او قومي مشران هغو کسانو ته چي اوس هم د اسلامي نظام په مقابل کي درېږي، دا پيغام ورکړئ چي ستاسو حيثيت څه دی؟ په کوم سبب د دغه اسلامي نظام مقابله کوئ؟
دا غونډه چې د غرمې درې ساعته یي د لمانځه او ډوډۍ وقفې ته ځانګړي شوي و، پکې له کندهار، ننګرهار، هرات، هلمند، جوزجان او بامیانو نه استازیو او د دې غونډې مشر ښاغلي شیخ مولوي حبیب الله حقاني او د ملي دفاع وزیر ښاغلي مولوي محمد یعقوب مجاهد هم خبرې وکړي.
د هرات استازي مولوي صاحب مجیب الرحمن انصاري پر علماوو غږ وکړ، چې په دې اړوند شریکه فتوا ورکړي چې د دې نظام پر وړاندې د هر درېدونکي سر ووهل شي.
د ملي دفاع وزیر ښاغلي مولوي محمد یعقوب مجاهد ټینګار وکړ، چې ګډونوال دي د ستاینو ترڅنګ زموږ نیمګړتیاوې را په ګوته کړي.
نوموړي زیاته کړه: زموږ دنده د هيواد ساتنه او د نظام پيره داري ده، مګر تاسو لوی مسئوليت لرئ، زموږ کارونه به په ټينګه تعقيبوئ او په هره برخه کي به زموږ نيمګړتياوي راته په ګوته کوئ.
د دې ترڅنګ ملي سوداګر شیرباز کمین زاده له امیرالمؤمنین حفظه الله سره د ملاقات د یادونې تر څنګ د اقتصادي کمیسیون فعالیتونه وستایل او پر دې یي خوښي ښکاره کړه چې د سوداګرۍ لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ده.
د ویناوالو مشترک نقاط د نظام او ملت همغږي، د امنیت ستاینه، پر مشورو ټینګار او اقتصادي پراختیا یادولی شو.
دا غونډه چې نن سهار نهه بجې پیل ماښام شپږ بجې د دعایې په کولو پای ته ورسيده.