د کابینې(۳۹)مه غونډه؛ د قبالو د ویش او د ټرانسپورټي چارو د کنټرول او تنظیم کولو پلان تصویب شو.

د کابینې ۳۹ غونډه د ا.ا.ا د رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د رئیس الوزرا مرستیالانو، سرپرست وزیرانو او د خپلواکو ادارو رئیسانو په ګډون، جوړه شوه.
غونډه د قرآن مجید د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ښاغلي رئیس الوزرأ پرانیستونکې وینا وکړه او د اجنډا له مخې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د جعلکارۍ د مخنيوي په موخه د قبالې د وېش طرزالعمل تصویب شو او اړوندو محکمو او ارګانونو ته لارښوونه وشوه، چې د يادې کړنلارې له مخې د قبالو وېش ترسره کړي.
کابینې د ترانسپورت د چارو د کنټرول او تنظیم طرحه تصویب کړه او د هوايي چلند وزارت او نورو اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې د پلان له مخې یې عملي کړي.
کابینې اقتصادي کمېسیون ته لارښوونه وکړه، چې د هېواد طبیعي زېرمو ته په پام سره د اساسي درملو د تولید او پراختیا طرحه وڅېړي، اړوندو ادارو ته یې ستونزې په ګوته او د پرېکړې لپاره یې کابینې ته وړاندې کړي.

غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده