د کابل د ۱۳مې ناحیې خلک: د افغانستان اسلامی امارت نظام ملاتړ کوو
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنگي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د کابل د ١٣مې ناحیې د ګذر وکیلانو، علماوو، ځوانانو او فرهنګیانو سره نن د چنګاښ شپږمه د چارو ادارې په مقر کې غونډه ترسره شوه.
د چارو ادارې د ټولنیزو او فرهنګي چارو رئیس مولوي عبدالباقي "منصور" وویل: مونږ د خلکو ستونزو ته د رسېدو لپاره له ګذر وکیلانو، علماوو، ځوانانو او فرهنګیانو سره په دوامداره توګه غونډې ترسره کوو او د هغوی ستونزې د اسلامي امارت مشرتابه ته رسوو.
همدارنګه د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ رئیس مولوي محمد ناصر "کبیري" د خلکو او د ګذر وکیلانو وجایبو او مکلفیتو ته په اشارې وویل: هېڅ دولتي اداره نشي کولای د خلکو له همکارۍ پرته خپلې برنامې عملي کړي.
د ١٣مې ناحیې د علماوو استازو، د ګذر وکیلانو او ځوانانو خپلې ستونزې او وړانديزونه یې د غونډې له مشرتابه سره شریک کړل او د اسلامی امارت له نظام څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.