حجاج کرامو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله توصیې
بسم الله الرحمن الرحیم
حجاج کرامو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله
توصیې
الحمد لله الذي فرض الحج علی من استطاع الیه سبیلا و الصلوة و السلام علی سید المرسلین محمد الذي قال للحجاج الحج المبرور لیس له جزاء الا الجنة و علی آله و اصحابه و امته اجمعین.
قال الله تعالی: و لله علی الناس حج البیت من استطاع الیه سبیلا
و عن أبي هریرة رضي الله عنه قال سئل رسول الله صلی الله علیه وسلم اي الاعمال افضل؟ قال: ایمان بالله و رسوله، قیل ثم ماذا؟ قال الجهاد في سبیل الله، قیل ثم ماذا؟ قال حج مبرور. متفق علیه
د افغانستان محترمو حجاج کرامو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
و بعد: محترمو! حج یوه اسلامي فریضه ده او د اسلام د پنځو بناوو څخه یوه بناء ده، نو بناء لاندي توصیو ته ستاسي توجه را ګرځوم:
1. حج چې د الله تعالی مهم عبادت دی ،نیتونه خالص د الله تعالی د رضا لپاره وګرځوئ، د ریا،سمعت او انځورونو د اخیستلو څخه پرهیز وکړئ.
2. د حج په احکامو او فضائلو باندي ځانونه پوه کړئ،( معلمین دي د حج د احکامو او فضائلو بیانولو ته ډیره توجه وکړي).
3. د احرام قدر او عزت وکړئ،د منهیاتو او ممنوعاتو څخه یې ځانونه وساتئ.
4. د حج په سفر تر روانېدو وروسته د خپل معلم او مشر هدایاتو ته جدي پاملرنه کوئ.
5. د حج په سفر کې د ملګرو خدمت کوئ ،له هغوی سره نیک اخلاق کوئ ،جګړې مه کوئ، د کمزورو او ضعیفانو مرسته او همکاري کوئ.
6. د حرمینو شریفینو احترام ساتئ او له هغو کارونو څخه پرهېز وکړئ چې د حرمینو له ستر شان سره مناسب نه وي.
7. د حج سفر چې د عبادت لپاره یو مهم سفر دی ،ټوله توجه عبادت ته کوئ، له بې ځایه ګرځیدو،لیري سفرونو او د وخت له ضیاع څخه ځان ساتئ.
8. د حج په مناسکو کې د دعا د قبلېدو وختوته او ځایونه دي لکه د عرفات ورځ او میدان؛تاسو په خپلو دعاګانو کې ټولو مسلمانانو ته د دنیا او آخرت د کامیابۍ دعاوي وکړئ خصوصاً د افغانستان ټولو مسلمانانو (نارینه او ښځینه) ته،مجاهدینو او د اسلامي امارت مسئولینو ته د استقامت او په خپلو وظائفو کې د کامیابۍ، د اسلامي نظام د استحکام، د هیواد د آبادۍ، سمسورتیا او خوشحالۍ لپاره ځانګړي دعاوي وکړئ.
9. د مسلمانانو د هر ډول تکلیف او ځورونې څخه په ټولو مناسکو کې ځانونه وساتئ خصوصا د حجر اسود د استلام پر وخت.
10. د کوربه هیواد( سعودي عربستان) له خوا د حج د مراسمو لپاره د جوړو شویو انتظامي قوانینو رعایت کوئ او د حج د مراسمو لپاره د ګومارل شوي عملې سره همکاري کوئ.
11. معلمینو ته مو هدایت دی چې د حجاجو په تعلیم کې پوره سعیه او کوشش وکړي او خپل وخت د دوی په تعلیم کې مصروف کړي څو خپله وظیفه په ښه توګه سر ته ورسوي او حاجیان خپل د حج مناسک په ښه طریقه اداء کړي.
12. کوم خادمان چې د حجاجو د خدمت لپاره ګومارل شوي دي هغوی دي خپل وخت د حجاجو په خدمت کې مصروف کړي او په دې برخه کې دي کوتاهي نه کوي، د حاجیانو د سهولتونو لپاره دي پوره کوشش وکړي.
13. د ارشاد حج اوقافو وزارت مسئولین دي د حج د مراسمو او حجاج کرامو دوامداره مراقبت کوي، که د دوی په چارو کې کومه ستونزه رامینځ ته کیږي د حل لپاره دې په خپل وخت اقدام کوي.
14. په پای کې دعا درته کوو چې الله تعالی موحج مبرور وګرځوه او الله جل جلاله دي د ښه حج کولو توفیق درکړي.
والســـــــــــلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي
هبة الله اخندزاده