له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ او همکارۍ اړوند اعلامیه
تېره شپه د هېواد د پلازمېنې په ګډون په لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان او ځينو نورو ولایتونو کې سخته زلزله شوې ده، چې له امله يي نورو ولایتونو کې د تلفاتو تر څنګ پکتیکا ولایت کې لوړ بشري تلفات رامنځته شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د چارو اداره له ټولو هېوادوالو په تېره بیا پکتیکا کې په دې بشري ناورین کې له زیانمن شويو سره ځان شریک بولي او د خپل ولس درد، تکلیف او زحمتونه خپل ګڼي، شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفاء او کورنیو ته يي د جمیل صبر غوښتنه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت پوره هڅه کوي چې په بېړنۍ توګه د روغتيايي خدماتو په وسیله د ټپيانو درملنه په لومړیتوب کې راولي او د دې تر څنګ له زیانمن شویو کورنیو سره بشپړه همکاري وکړي.
د چارو اداره پر کورنیو ملي سوداګرو او پر نړۍوالو بشري خیریه بنسټونه د همکارۍ غږ کوي او په دې بشري ناورین کې د مرستې هیله ترې لري.
والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
د چارو ادارې لوی ریاست
۱۴۴۳/۱۱/۲۳ هـ ق - ۱۴۰۱/۰۴/۰۱هـ ش