د کابینې ۳۸مه غونډه؛ ټولې دولتي ادارې باید د افغان ټلېكام پورونه ورکړي

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې(۳۸) مه غونډه د ښاغلي رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ او د ریاسة الوزراء د مرستیالانو، سرپرستو وزیرانو او مستقلو ادارو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پيل شوه، ورپسې ښاغلي رئیس الوزراء افتتاحیه خبرې وکړې او بیا د اجنډا له مخې په موضوعاتو بحث پیل شو.
په غونډه کې له بیلابیلو خدماتي ادارو څخه د وزارتونو او نورو حکومتي ادارو د مقروضیتونو په موضوع بحث وشو.
کابینې پریکړه وکړه چې ټول وزارتونو او مستقلې ادارې مکلفیت لري چې له فتحې وروسته د افغان ټیلکام شرکت پورونه اداء کړي.
د کابینې مجلس کې له افغانستان څخه د خلیج عربي هیوادونو ته د کار لپاره د تلونکو افغان مسافرو په ستونزو هم بحث وشو او د حل اصولي لارې یې په نښه کړې.
دغه راز هغه هیئت چې په میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې د کوچیانو او ځایي اوسیدونکو تر منځ د شخړو د حل لپاره ټاکل شوی و، خپل کاري راپور او نظرونه یې مجلس ته وړاندې کړل چې د تائید وړ وګرځیدل.
کابینې پریکړه وکړه چې د میدان وردګ او بامیان ولایتونو په شان دې په غور ولایت کې هم د کوچیانو او ځایي اوسیدونکو د لانجو د حل په موخه ځانګړی کمیسیون جوړ او امنیتي مسؤلین دي د شخړو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
غونډه په دعائیه سره پای ته ورسیده.