د افغانستان د اتشو د معاشاتو د نوي نورم تعیینولو په موخه غونډه وشوه

د ملي دفاع، کډوالو چارو، صنعت اوسوداګرۍ، ښوونې او روزنې، ټرانسپورت او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د اتشو د معاشاتو د نوي نورم د تعیینولو په موخه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارانوال (حاجی وارث) په مشرۍ د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین تائب په غړیتوب او د مالیې، دفاع، بهرنیو چارو، اطلاعاتو او کلتور، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، صنعت او سوداګرۍ او د ښوونې او روزنې وزارتونو استازو په حضور کې چهارشنبه د ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه د چارو ادارې لوی ریاست په تالار کې غونډه وشوه.
د قرآن کریم د مبارکو ايتونو له تلاوت وروسته ملا عبدالولي څارنوال (حاجی وارث) په بهر کې د اتشو د رول په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د هر وزارت اتشې د صادراتو د پراختيا، د سوداګرۍ د اسانتيا او د پانګونې د جلبولو، د کلتور او عنعناتو پیژندنې او د افغان مهاجرینو لپاره د زده کړې د اسانتیاوو په برخه کې مهم او ارزښتناک رول لري او له همدې امله اداري کمیسیون خپل مسوولیت ګڼي چې د دوی د معاشاتو د نوي نورم د ټاکلو او د دغه مهم سکتور د لا فعالولو لپاره کار وکړي.
له بلې خوا د چارو ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب د وزارتونو د استازو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او له هغوی څخه يې د خپلمنځي همکارۍ غوښتنه وکړه.
غونډه کې د وزارتونو استازو په خپل نوبت سره د اتشو د دندو او مسووليتونو په باب هر اړخيزه معلومات وړاندې کړل او همدا راز يې د اتشو په اړه خپلې انديښنې او وړانديزونه شريک کړل او د افغانستان د اتشو د معاشاتو د نوي نورم په تطبيق يې ټينګار وکړ.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې د وزارتونو استازي دې د افغانستان د اتشو د معاشاتو د نوي نورم د تعیینولو لپاره خپل یاداښتونه له ذکر شوي هیئت سره شریک او هیئت دې اخري راپور د اداري کمیسیون غونډې ته وړاندې کړي.
غونډه د ملت او هيواد د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.