د کابينې۳۷مه غونډه؛ کوچیانو ته د تذکرو وېش او درې میلیونه پاسپورتونو چاپ تایید شول
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اوونیزه ناسته د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ او د ریاست الوزراء د مرستیالانو، سرپرستو وزیرانو او مستقلو ادارو د رئیسانو په ګډون د قرآن عظیم الشان له تلاوت وروسته پیل شوه.
د ښاغلي رئیس الوزراء له لوري تر افتتاحیه خبرو وروسته د اجنډا د نورو موضوعاتو تر څنګ کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو د وېش او درې میلیونه پاسپورتونو د چاپ اړوند هم وروستۍ پرېکړه اعلان شوه.
کابینې کوچیانو ته د تذکرو د ورکړې په اړه د ټاکل شوي هیئت له خوا جوړه شوې کړنلار تصویب کړه او د معلوماتو او احصائې ملي ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د کړنلارې د عملي کیدو په موخه اړینې کړنې ترسره کړي.
دا چې پخوا د ځینو ستونزو له امله کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو د ورکړې بهیر معطل شوی و، اوس به بیرته پیل شي.
کابینې دغه راز د هیوادوالو د ستونزو د حل په موخه د ۳ میلیونه پاسپورټونو او اړین لمنیشن د چاپ په اړه د مالیې وزارت غوښتنې له کافي غور او بحث وروسته تصویب کړې.
د کابینې په دې غونډه کې د هوایی ډګرونو له VIP صالونونو څخه د اصولي استفادې او نورو هیوادونو ته د کار لپاره تلونکو هیوادوالو په ستونزو هم بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دغه غونډه چې وړمه ورځ/دوشنبه وشوه په دعا سره پای ته ورسیده.