د پولیس د ښارګوټي د املاکو تاسیساتو او دوسیو لېږد تر څارنې لاندې نیول کېږي
د ښار جوړونې او ځمکو وزارت له لوري د کورنیو چارو وزارت ته د پولیس د ښارګوټي د املاکو تاسیساتو او فایلونو د لېږد څرنګوالي په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولی څارنوال (حاجی وارث) په مشرۍ د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوی سیف الدین "تائب" په ګډون، د کورنیو چارو وزارت او د ښار جوړونې او ځمکو وزارت په همغږۍ نن سه شنبه د ذوالقعده ۱۵مه د چارو ادارې لوی ریاست په تالار کې غونډه ترسره شوه.
غونډه د قران مجید په مبارکو آیتونو تلاوت پیل او وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د یادې موضوع اړوندو مکتوبونو او وړاندیزونو تر تحلیل او څېړنې وروسته وویل: د پولیس د ښارګوټې د اوسېدونکو د ستونزو د حل او د ښارګوټې د ښې پاملرنې لپاره د کورنیو چارو او ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نظرونو په پام کې نیول سره دې راپور ترتیب شي.
د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوی سیف الدین "تائب" د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د خبرو د تاییدولو سره زیاته کړه؛ د ریاست الوزراء د اداري معاونیت له لوري توظیف شوی هیئت مکلف دی ترڅو د اداري او تخنیکي ابعادو په پام کې نیولو سره، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري کورنیو چارو وزارت ته د پولیس د ښارګوټي د املاکو تاسیساتو او دوسیو د لېږد د څرنګوالي راپور جوړولو چارې چټکې کړي.
له بلې خوا د کورنیو چارو او ښار جوړونې او ځمکو وزارتونو استازو په دې اړه خپل نظریات څرګند کړل او د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له لورې کورنیو چارو ته د پولیس د ښارګوټي د املاکو تاسیساتو او دوسیو دلېږ لپاره یې موافقه وکړه.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې وړاندیز شوي نظریات دې د راپور په بڼه ترتیب او د پرېکړې په موخه دې اداري کمېسیون ته وړاندې شي.
د پولیسو ښارګوټی د جوړولو چارې په ۱۳۶۳ کال کې د کورنیو چارو وزارت له بودیجې څخه د کابل ښار په وزیراباد چمن کې د (۱٨۱) جریبه ځمکې په مساحت سره پیل او اوس سلګونه کورنۍ په کې ژوند کوي.