د چارو ادارې لوی ریاست اداري غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست اداري غونډه د ا.ا.ا د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین تائب په مشرۍ او د جانبي واحدونو د مسئولانو او رئیسانو په ګډون د چارو ادراې لوی ریاست په تالار کې ترسره شوه.
غونډه د قرآن مجید د مبارکو ایتونو تلاوت سره پیل، ورپسې د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال اصلاحي وینا وکړه او وروسته د اجنډا پر اساس په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
غونډه کې د تېرې اداري غونډې د پرېکړو د اورېدو او تعقیب وروسته د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي دفاع او امنيت رياست ته دنده وسپارل شوه چې د اداري اصلاحاتو ادارې په همغږۍ دی ددې ادارې د ځینې ولایتي دفترونه چې اوس په ولایتونو کې ترې په موقت ډول نورې ادارې کار اخلي لازمې پرېکړې وکړي او پایلې دې اداري غونډې ته وړاندې کړي.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د تدارکاتو ریاست دې د (۲۳) شرکتونو د ښه نیت د کار د اجرااتو د تضمین په اړه وروستی راپور چمتو کړي او پایله یې د پرېکړې نیولو په موخه اداري غونډې ته وړاندې کړي
په غونډه کې د اداري پرېکړو پر وخت تطبیق، د اداري مشرتابه په غونډو کې د رئیسانو د منظم ګډون او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه لازمې خبرې او پرېکړې وشوې.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده