د افغانستان د بندرونو د پراختیا او معیاري کیدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان د بندرونو د پراختیا او معیاري کیدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان د بندرونو د پراختیا او معیاري کیدو په اړه د همغږۍ غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ او د مالیې، بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ، ټرانسپورت، فواید عامې، کورنیو چارو وزارتونو او امنیت شورا د استازو په ګډون جوړه شوه.
د چارو ادارې مرستیال ډاکټر توتاخېل د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې په دې برخه کې مطلوبې پایلې ته د رسیدو لپاره د مالیې، ټرانسپورت او فواید عامې وزارتونو همکاري مهمه ده.
د چارو ادارې د بهرنیو اړیکو د انسجام رئیس اتل شمس هېواد ته له روډ پاس پرته د ایراني باروړونکو وسایطو د راتلو او ترانسشیب ناقانونه عملیې په اړه خبرې وکړې.
په غونډه کې د بندرونو اوسنی وضعیت او د پراختیا او معیاري کیدو په برخه کې ننګونې او حل لارې بحث او د روډپاس د ترلاسه کیدو په اړه خبرې وشوې.
دغه راز د لوړ تناژ لرونکو نقلیه وسایطو د مجموعي وزن د کنټرول او«اکسل» وزن او الکترونیکي دروازو په اړه د ټرانسپورت، مالیې او فواید عامې وزارتونو پیشنهادي طرحه او پریزنټیشن هم د غونډې له ګډونوالو سره شریک شو.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د موضوع په اړه به د جلالتماب جمهور رئیس لارښوونې د چارو ادارې په وسیله له اړوندو ادارو سره په لیکلي ډول شریک او چارې ورسره چټکې شي.