۵۳ دولتي ادارو استازو لپاره د راپور ورکولو او پلان جوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او ارزونې ریاست له لوري د چارو ادارې لوی رئیس مولوي احمد جان احمدي، د چارو ادارې د څارنې او ارزونې مرستیال مولوي سیف الدین تائب او د دولتي ادارو د پلان او پالیسۍ استازو او رئیسانو په ګډون نن شنبه د ۱۴۴۳ کال د ذوالقعده میاشتې ۱۲مه نېټه، د چارو ادارې په تالار کې د "پلان جوړولو او ګزارش ورکولو" روزنیر ورکشاپ جوړ شو.
د کلام الله مجید د مبارکو آیتونو تر تلاوت وروسته، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئیس مولوی احمد جان احمدي د دغه ډول پروګرامونو ترسره کېدل مهم وبلل او ویې ویل: وزارتونه او دولتي ادارې مسئولیت لري ترڅو خپل کاري ګزارشونه او پلان مشرتابه سره شریک کړي.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه چې د اسلامي امارت مشرتابه ته راپور ورکول یو اداري اصل دی او دولتي ادارې او وزارتونه باید د پلانونو او راپورونو په چمتو کولو کې ټول اوسني معیارونه په دقت او هر اړخیزه توګه په پام کې ونیسي.
په همدې حال کې د چارو ادارې د څارنې او ارزونې رئیس محمد اګل کوچي د دوو جلا پریزینتیشنونو په ترڅ کې د وزارتونو او ادارو د پلان جوړونې او پالیسۍ رئیسانو او مسوولینو ته د پلان جوړونې او راپور ورکولو بڼه تشریح کړه.
له بلې خوا د یادو ادارو او وزارتونو استازو د یادې موضوع په اړه خپل نظریات شریک کړل او د ورکشاپ د جوړیدو هرکلی یې وکړ.
د ورکشاپ لومړۍ ورځ په دعا سره پای ته ورسېده.